پ
په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو الوتکو د بمباریو په پایله کې دداعش جګپوړی قوماندان په ګډون ، ددغې ډلې ۱۱ جنګیالی ووژل شول
د ننګرهار ولایت چارواکی وایی ، ددغه ولایت په ده بالا ولسوالۍ کې د امریکایی ځواکونو د جګړه ایزو الوتکو د بمباریو په پایله کې ددغې ترهګریزې ډلې جګپوړی قوماندان طارق افریدی په ګډون دیادې دلې ۱۱ غړی وژل شوی دی.
د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقی وال ویلی چې امریکایی چورلکو تېره ورځ ناوقته د ده بالا ولسوالۍ اړوند په دیوانه بابا سیمه کې دداعش اډې موخه وګرځولې.
مشرقی وال زیاته کړه چې دداعش جګپوړی قوماندان طارق افریدی په ګدون ددغې ډلې ۱۱ جنګیالی وژل شوی دی.
داعش ډله تردې دمه رسنیو ته څه نه دی ویلی.