د ایندیپندنت ورځپاڼې په میانمار کې د مسلمانانو نسل وژنې ته په اشارې سره راپور ورکړی چې ددغه هېواد پوځیانو یوشمېر کسان ژوندی سوځولی او یا ددوی سرونه د بدن څخه جلا کړی دی.
د ایندیپندنت ورځپاڼې په میانمار کې ددغه هېواد پوځیانو په واسطه د مسلمانانو نسل وژنې په اړه په یو راپور کې لیکلی : د عینی شاهدانو څرګندونو پربنسټ ، ماشومان په میانمار کې ددغه هېواد پوځیانو او اورپکو په واسطه په ژوندی توګه سوځول کېژی او یا سرونه یې پرې کېژی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسون د تاوتریخوالۍ د پای غوښتونکی شوی او ویلی چې د روهینګیا سره چلند د میانمار لپاره ننګ بلل کېژی.
دی ددغه هېواد دولت او همدرازا د نوبل د سولې جایزې ګټونکی آنګ سان سوچی څخه غوښتی چې په دې برخه کې اقدام وکړی.